
لوګر مرکز پل علم کې د ۱۳ میلیونه افغانیوپه ارزښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې
د لوګر ولایت د پل علم ښاروالۍ له لوري د ښار اړوند هوني سفلي سیمه کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې عملي چارې پيل شوې.
د یادې پروژې د پرانیستې مراسم کې د لوګر ولایت د مرستیال والي، د پل علم ښاروال او د یو شمېر نورو دولتي مسوولینو ګډون کړی وو.
د پل علم ښاروالۍ د تخنیکي خدماتو مدیر، انجنیر عبدالقادر ستانکزي وویل، په دې پروژه کې د ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د فرعي کوڅو اساسي کانکریټ اچول، د ۳ زره مترو په اوږدوالي د ویالو جوړول او د ۱۵ پایو پلګوټو رغول شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې چارې به د راتلونکو پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د عملي کېدو پر مهال به شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
هغه وویل، یاده پروژه د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې څخه تمویلېږي او د هوني سفلي سیمې د زیربناوو د پیاوړتیا په موخه پلي کېږي.
ورته مهال، د هوني سفلي سیمې اوسېدونکو د دې پروژې د پيل هرکلی کړی او دا یې د سیمې لپاره یو مهم او ارزښتناک ګام بللی دی. د دوی په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تګ راتګ ستونزې به تر ډېره هوارې شي.



