د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوؤلین وایي چې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې شاهین لوبډلې وګټله.
د بدني روزنې او ورزش امریت رییس انجنیر مزمل نعیمزي مهال راډيو ته وویل، د المپیک عمومي کمېټې په همکارۍ پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
هغه زیاته کړه، د دغه سیالیو پایلوبې ته شاهین او کلنګار لوبډلو لاره موندله وه چې شاهین لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړي او بریا خپله کړي.
نوموړي زیاته کړه، د فوټبال یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د ولایت په کچه فوټبال ورزش ته پراختیا ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د فوټبال غوره لوبغاړو پېژندل وو.
هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په کوربهتوب د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو سیالۍ جوړې شوې وې.