سپورټلوګر

لوګر کې د «سولې جام» سیالۍ د احمدآباد کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د «سولې جام» په نوم د کرکټ شل اووریزې سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د احمداباد کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د کرکټ امر حشمت‌الله ستانکزي مهال راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د ولایت په کچه د محمداغې ولسوالۍ په لوای راکټ سیمه کې د ۱۸ غوره لوبډلو ترمنځ جوړې شوې وي.

ستانکزي زیاته کړه، د یادو سیالیو پای‌لوبې ته زینو او احمداباد کرکټ لوبډلو لاره موندلې وه چې احمداباد لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته په لس اوورونو کې ماته ورکړي او اتلولي خپله کړي.

هغه همدارنګه وویل، د یادو سیالیو له جوړېدو څخه موخه د کرکټ ورزش ته وده ورکول، د ولسوالیو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم د لوګر ولایت په کچه د لس غوره لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام په نوم د کرکټ شل اووریزې سیالۍ جوړې شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button