افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر

لوګر ټرافیکو مدیریت ته د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړیږي

د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د ترافیکو پولیسو مدیریت لپاره د ۱۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې نن په رسمي ډول پيل شوې.

د بنسټ ډبرې د ایښودلو په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي بشیر احمد، د لوګر امنیه قومندان الحاج ملا آغا ولي نوراني او یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو ګډون کړی و.

د یادو مراسمو پر مهال مولوي بشیر احمد وویل، چې دغه ودانۍ به په درې نیمو جریبو ځمکه کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شي او د رغنیزو چارو بشپړېدل به یې په اتو میاشتو کې ترسره شي. نوموړي زیاته کړه، چې دا پروژه د امنیتي ادارو د اداري بنسټونو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي او له بشپړېدو وروسته به مراجعینو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

ورته مهال، د لوګر امنیه قومندان ملا آغا ولي نوراني وویل، چې هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کول او مراجعینو ته د اسانتیاوو رامنځته کول د امنیه قومندانۍ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د نوو اداري ودانیو په جوړېدو سره د ګڼو مدیریتونو پخوانۍ ستونزې حل شوې دي او هغه ادارې چې پخوا په کرایي ځایونو کې فعالیت کاوه، اوس د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې دایمي ودانیو ته لاسرسی مومي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د لوګر ولایت د ترافیکو مدیریت خپلې ورځنۍ چارې په زړې امنیه قومندانۍ ودانۍ کې له ګڼو ستونزو سره سره پر مخ وړي، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به یادې ستونزې تر ډېره هوارې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button