افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر ولایت د ازموینو برېښنایي مرکز پرانیستل شو

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په اداره کې د لومړي ځل لپاره د ازموینو برېښنایي مرکز پرانیستل شو.

د پرانیستې غونډې ته د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مسؤول مولوي عبدالله زلمي «ابوسعید» وویل، چې د ازموینو دغه برېښنایي مرکز دا مهال په ۱۳ ولایتونو کې فعال دی او نن رسما د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی او په یو وخت کې د ۳۰ کسانو د ازموینې اخیستلو ظرفیت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه مرکز په فعالېدو سره به د ګمارنې په بهیر کې د واسطې او فساد مخه ونیول شي او بشپړه روڼتیا به تأمینېږي.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دین‌پرور» د یاد مرکز پرانیستل د شفافې ګمارنې په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د دې مرکز په فعالېدو سره به اټکلونه له منځه ولاړ شي او وړ کسان به د ازادې سیالۍ له لارې وګمارل شي.

نوموړي د دوهمي واحدونو له مسؤلینو وغوښتل، چې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په دغه برېښنایي مرکز کې د ازموینو یو پړاو واخیستل شي او بریالي کسان به د لوګر ولایت په یو شمېر خالي بستونو کې وګمارل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button