افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د «حذفي جام» په نوم د فوټسال سیالۍ پیل شوې دي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجنیر مزمل نعیم‌زي، مهال راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د فوټسال فدراسیون له لوري تنظیم شوې دي او ټاکل شوې چې د یوې اوونۍ لپاره به دوام وکړي.

د نوموړي په وینا، د سیالیو په لومړۍ ورځ حصارک اتلان، نخبگان لوګر، پیمان لوګر، اتحاد لوګر، خراسان، استقلال مرکز، تندر لوګر او مجتمع ورزشي کاروان لوبډلو د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړې.

نعیم‌زي زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړېدو څخه موخه په ولایت کې د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول، د پیاوړو استعدادونو موندل او ځوانانو ته سالمه بوختیا برابرول دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د فوټسال ورته سیالۍ ترسره شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button