
لوګر محمدآغې ولسوالۍ کې ۱۵ کیلومتره سړک د خلکو په همکارۍ بیارغول کېږي
د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په زاهدآباد، آبپران، سنګرخېل چهارکوتي او غلدره سیمو کې ۱۵ کیلومتره سړک د خلکو په شخصي همکارۍ بیارغول کېږي.
د محمدآغې ولسوالۍ ښاروال نصیراحمد جبیر مهال راډیو ته ویلي، چې د یاد سړک ډېری برخې د ژمي په موسم کې د وروستیو اورښتونو له امله تخریب شوې وې او د څو کلیو اوسېدونکو ته یې د تګ راتګ ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.
د نوموړي په وینا، دغه سړک څه باندې ۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ښاروالۍ له شته امکاناتو، ماشینرۍ او کارکوونکو ترڅنګ د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ رغول کېږي. هغه زیاته کړه، ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې به یې چارې بشپړې شي او ورسره به د زرګونه کورنیو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.
بل لور ته، د محمدآغې ولسوالۍ ښاروالۍ په مالي لګښت د زاهدآباد او واغجان بازار په پاتې برخه کې د کابل–لوګر پر عمومي سړک د اوسپنیزو کټارو د لګولو چارې هم پيل کړې دي، چې موخه یې د ترافیکي نظم ټینګښت او د عامه خوندیتوب تأمین بلل شوی دی.



