افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل وسوځول شول

 د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  د مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو له حیواني درملتونونو څخه ۱۳۲ قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر حیواني درمل راټول کړي او د مسؤلینو په حضور کې یې وسوځول.

د لوګر د کرنې رییس مولوي شیرآقا پیرحبیب‌الرحمن جوړې شوې غونډې ته وویل، له درمل پلورونکو غوښتنه کېږي چې باکیفیته درمل تولید یا وارد کړي.

نوموړي همداراز له مالدارانو وغوښتل، د درملو او واکسینونو د پېرلو پر مهال دې د تولید او پای نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د یاد ریاست د مالدارۍ څانګې آمر ډاکټر ثناءالرحمن ثنایي وویل، دغه درمل د پراخو څارنو او کنټرول وروسته له بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو څخه راټول شوي او د بیا کارونې د مخنیوي په موخه وسوځول شول.

 د هغه په وینا، د تاریخ‌تېرو درملو کارول پر حیواناتو جدي منفي اغېزې لري او آن د هغوی د تلف کېدو لامل کېدای شي.

ثنايي وایي، دا اقدام د څارویو د روغتیا ساتنې او د زیانمنو درملو د پلور او کارونې د مخنیوي په هدف ترسره شوی دی.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button