افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په لسګونه بې‌وزله مېرمنو د خیاطۍ ماشینونه ووېشل شول

د لوګر ولایت سیمه‌ییز مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې پر ۲۴ بې‌وزله مېرمنو او د شهیدانو پر ورثه وو د خیاطۍ ماشینونه ووېشل شول.

د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د خیاطۍ ماشینونو د وېش پر مهال وویل چې د اسلامي امارت مشرتابه د بې‌وزلو، د شهیدانو کورنیو، یتیمانو او کونډو ملاتړ خپل مسؤولیت ګڼي او هڅه کوي چې د هغوی د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغو مرستو موخه د مستحقو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا او د کار زمینه برابرول دي، څو وکولای شي د خیاطۍ له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د مسؤولینو په وینا، د خیاطۍ ماشینونو ترڅنګ یادو مستحقو مېرمنو ته د لوګر د مرستیال والي له لوري یو اندازه نقدي پیسې هم ورکړل شوې.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button