لوګر

لوګر کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي

د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي، تېره ورځ مازدیګر مهال د خوښۍ ولسوالي په «بالا‌ده» کلي کې یوه کس د خپلې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي.

د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، د صفدرعلي په نوم یوه کس خپله مېرمن، څلور کلن زوی، تره او د تره درې زامن د توپانچې په ډزو وژلي دي.

انس زیاته کړه، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او د پېښې اصلي قاتل «صفدرعلي ولد میرزعلي» په نوم کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

بل‌خوا د لوګر مقام هم نن سهار «شنبه، سلواغې ۱۴مه» سلام‌وطندا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د یادې پېښې رامنځته کېدو له امله خواشینې څرګنده کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او امنیتي ځواکونه به یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.

د خوښۍ ولسوالي اوسېدونکي هم د یادې پېښې رامنځته کېدو خبر تاییدوي او ټینګار کوي چې حکومت دې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او قاتل ته دې علني سزا ورکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button