افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ پرانېستل شو

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ پرانېستل شوی او په فعالیت یې پیل کړی دی.

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي مطیع‌الله سعید د پرانیستې مراسمو ته وویل، دغه سایټ د خروار ولسوالۍ د طاوس‌خېلو او هرګنې کلیو ترمنځ په یوه مهم او ستراتیژیک موقعیت کې نصب شوی، چې په فعالیت سره به یې د سیمې زرګونه اوسېدونکي له غوره مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو برخمن شي.

نوموړي زیاته کړه، نوی سایټ په عصري او پرمختللو تجهیزاتو سمبال دی او د ولسوالۍ ګڼو هغو سیمو ته به مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوې برابرې کړي چې تر دې وړاندې له دغو خدمتونو محرومې وې.

د هغه په وینا، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لړۍ به دوام ولري او هڅه کېږي چې د لوګر نورو لرې پرتو او محرومو سیمو ته هم ورته اسانتیاوې ورسول شي.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکي د یاد مخابراتي سایټ پرانیسته د مخابراتي خدمتونو د پراختیا لپاره مهم ګام بولي او وایي، د ټلیفوني اړیکو او انټرنیټي خدمتونو د پخوانیو ستونزو په حل کې به اغېزناک رول

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button