افغانستان خبرونهرسنۍلوګر

لوګر کې د ژورنالېستانو د فکري، عقیدوي او مسلکي پیاوړتیا سیمینار جوړ شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په لوګر ولایت کې د ژورنالیستانو د فکري، عقیدوي او مسلکي پیاوړتیا، ملي یووالي او د رسنیو د مسؤلیتونو په اړه یو ورځنی علمي سیمینار ترسره شو، چې په کې د وزارت لوړپوړو چارواکو، د لوګر ولایتي ادارې مسؤلینو، د پوهنتون استادانو، خبریالانو، لیکوالانو، ادیبانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین، مولوي مهاجر فراهي، غونډې ته په وینا کې وویل چې د اشغال شل کلنه دوره له جګړو، اختلافونو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د تفرقې له هڅو سره مل وه، خو د اسلامي نظام له حاکمېدو وروسته په هېواد کې د ملي یووالي او ګډ ژوند فضا پیاوړې شوې او د دغه یووالي ساتنه د هر افغان ګډ مسؤلیت دی.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم توده جګړه پای ته رسېدلې، خو «سړه جګړه» لا هم د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې دوام لري. د هغه په وینا، رسنۍ باید د ناسمو تبلیغاتو پر وړاندې مبارزه وکړي، د ولسونو ترمنځ د یووالي د ټینګښت لپاره کار وکړي او خپل ملي او مسلکي مسؤلیت په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

فراهي همداراز وویل، د رسنیو د ستونزو د هواري لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري لازمې حللارې سنجول شوې دي او د رسنیو او خبریالانو ملاتړ د وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

په همدې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، وویل چې اوس په ټول هېواد کې یو واحد اسلامي نظام حاکم دی، امنیت او ثبات ټینګ شوی او د دغه وضعیت ساتنه او د هېواد پرمختګ د ټولو ګډ مسؤلیت دی.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، مولوي ثواب جان اسلامیار، د دغه سیمینار ترسره کېدل د رسنیو د مسلکي ودې لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل، د خبریالانو د ظرفیت لوړولو او د رسنیو د پیاوړتیا لپاره د ورته علمي او مسلکي پروګرامونو دوام اړین دی.

ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتون رئیس، دوکتور رفیع الله صمیم، د وزارت ویاند، قاري خبیب غفران او د وزارت سلاکار، مولوي عبدالحق حماد، د رسنیو، لیکوالانو او د قلم خاوندانو رول د ټولنې د فکري ودې او عامه پوهاوي په برخه کې مهم وباله او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې یې د وزارت پر دوامدارې ژمنتیا ټینګار وکړ.

په غونډه کې د لوګر د خبریالانو او رسنیو په استازیتوب د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د لوګر استازي او د مهال راډیو مسؤل، خان ولي احمدزي، د خبریالانو د معلوماتو د لاسرسي، د محلي رسنیو د اقتصادي ستونزو، د رسنیو د جوازونو د تمدید او د حکومتي ادارو له لوري د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او همغږۍ اړوند موجودې ستونزې مطرح کړې. هغه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي او چټک ګامونه پورته کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button