
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې ۱۲ کلن ماشوم په اوبو کې له لوېدو وروسته مړ شوی
د لوګر د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولین وایي، د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن ماشوم په یوه اوبو ډک ډنډ کې له لوېدو وروسته ډوب او مړ شوی دی.
د یاد ریاست د مطبوعاتو مسؤول فضل سالارزي مهال راډیو ته ویلي، پېښه پرون جمعه له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوې چې ماشوم د اوبو ډنډ ته څېرمه په لوبو بوخت و.
نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې آمادګۍ ریاست له کورنیو غوښتي، چې ماشومان د اوبو سرچینو ته له نږدې کېدو او تګراتګ پر مهال تر خپلې څارنې لاندې وساتي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.



