افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې پر ۱۲۱ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي، چې د روان ۱۴۰۵ کال له پیل څخه تر دې دمه په دغه ولایت کې پر څه باندې ۱۲۱ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي او ۳۴۸ تنه په نشه‌يي موادو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال واحدالله شاهین پل علم کې خبریالانو ته وویل، دغه اقدامات د ا.ا د رهبرۍ د فرمان له مخې ترسره شوي، چې موخه یې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی، د دغو توکو له منځه وړل او د روږدو کسانو راټولول او درملنه ده.
شاهین زیاتوي، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د لوګر په بېلابېلو سیمو کې پر څه باندې ۱۲۱ جریبه ځمکه کرل شوي چرس له منځه وړل شوي دي.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۳۴۸ تنه په نشه‌يي موادو روږدي کسان هم راټول شوي او د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي، د نشه‌يي موادو د کښت، قاچاق او استعمال د مخنیوي په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button