افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې سلګونه ښوونکي په دندو ګومارل شوي

د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د هواري په موخه ۳۵۸ تنه نارینه او ښځینه قراردادي ښوونکي وګمارل شول.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب مهال راډيو ته وویل، چې یاد ښوونکي د دغه ریاست د هڅو په پایله کې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي او له یوې رڼې او رقابتي پروسې وروسته د تدریس لپاره ګومارل شوي دي.
د عرب په خبره، په ګومارل شویو ښوونکو کې ۲۸۲ نارینه او ۷۶ ښځینه ښوونکې شاملې دي، چې د دوی په ګومارنې سره په یو شمېر ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شوې ده.
د لوګر د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، اوس مهال په دغه ولایت کې ۲۸۹ دولتي ښوونځي فعالیت کوي، چې شاوخوا ۱۶۲ زره زده‌کوونکي په کې پر زده‌کړو بوخت دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button