
لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ څو کلنه دښمني هواره شوه
د لوګر ولایت د مرکز پلعلم اړوند د یحیاخېلو او مصطفیخېلو د قومونو د دوو کورنیو ترمنځ څو کلنه دښمني د احمدزیو عمومي شورا، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د دغې روغې جوړې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د کابل او لوګر یو شمېر قومي مشرانو، سپینږیرو، دیني علماوو، مخورو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
د احمدزیو د عمومي شورا رئیس مولوي محمد زاهد احمدزي وویل، د دغو دوو کورنیو ترمنځ له څو کلونو راهیسې د ټولنیزو ستونزو له امله دښمني موجوده وه چې د احمدزیو شورا، دیني علماوو او قومي مشرانو په ګډو هڅو هواره شوه.
نوموړي د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او خپلمنځي سولې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په روغه جوړه کې خیر، برکت، بښنه او ټولنیزه سوکالي نغښتې ده.
احمدزي د مقتول له کورنۍ څخه هم مننه وکړه چې د شورا د پلاوي ننواتی یې ومانه او د اوږدې دښمنۍ پر ځای یې د سولې او ورورولۍ لاره غوره کړه.
د غونډې په پای کې د دواړو کورنیو غړو یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ، ورورولۍ او متقابل درناوي پر بنسټ خپلې اړیکې مخته وړي.



