افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې مېرمنې د خپلو لاسي صنایعو او تولیداتو لپاره د بازارموندنې غوښتنه کوي

د لوګر یو شمېر متشبثې مېرمنې وايي، په دې وروستیو کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو کچه یې لوړه شوې، خو د مناسبو بازارونو نشتوالی یې د کار او تولید پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دی.

دغه مېرمنې چې د جامو، خامک‌دوزۍ، ګلدوزۍ، خوراکي توکو او نورو لاسي صنایعو په تولید بوختې دي، وايي د خپلو محصولاتو کیفیت یې ښه شوی، خو د بازار د محدودیت له امله نه شي کولای خپل تولیدات په مناسب قیمت وپلوري.

دوی له حکومتي مسوولینو غواړي چې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو لپاره د هېواد دننه او بهر د بازارموندنې زمینه برابره او د پلور اسانتیاوې رامنځته کړي.

د پل‌علم ښار یوه متشبثه مېرمن اسما وايي، که ښځو ته ځانګړي بازارونه، نندارتونونه او د پلور مناسبې اسانتیاوې برابرې شي، د دوی د تولید کچه به لوړه او د کورنیو په اقتصادي ملاتړ کې به یې ونډه زیاته شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د لاسي صنایعو روزونکې حمیرا وايي، د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره یوازې د مهارتونو زده‌کړه بسنه نه کوي، بلکې د محصولاتو لپاره د بازار موندل، مناسبه بسته‌بندي او اغېزمنه بازارموندنه هم اړینه ده.

د نوموړې په خبره، د افغان مېرمنو لاسي صنایع په هېواد دننه او بهر پېرېدونکي لري، خو د بازار د پراختیا لپاره د اړوندو بنسټونو لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.

بلخوا، د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان وايي، د متشبثو مېرمنو د ملاتړ او د هغوی د تولیداتو د بازارموندنې لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

د دغه ریاست رئیس مولوي عمر منصور وايي، د کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې سږ کال د ښځینه متشبثینو لپاره د لاسي صنایعو، تولیداتو او بازارموندنې په برخو کې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو پروګرامونو موخه دا ده چې ښځینه متشبثې د بازارموندنې په برخه کې مسلکي وړتیاوې ترلاسه او خپلو تولیداتو ته مناسب بازار پیدا کړي.

متشبثې مېرمنې تمه لري چې د بازارموندنې او پلور د اسانتیاوو په برابرېدو سره به یې لاسي صنایع او کورني تولیدات د هېواد نورو ولایتونو او بهرنیو بازارونو ته هم ورسېږي.

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button