زموږ په اړه
مهال راډيو یوه مخکښه راډيويي خپرونه ده چې په لوګر ولایت کې موقعیت لري. دا راډيو د لوګر ولایت مرکز، پل علم ښار، په ښاروال څلور لارې، حسین خېل ټاور کې موقعيت لري. مهال راډيو د خپلو اورېدونکو لپاره د متنوع او په زړه پورې خپرونو یوه نوې او باوري سرچينه ده.
مهال راډيو د خپلې رسنۍ د مسلکي ټيم له لارې هڅه کوي چې تازه خبرونه، فرهنګي پروګرامونه، تعلیمي خپرونې، ټولنیزې موضوع ګانې، او د موسیقۍ غوره ټوټې خپلو اورېدونکو ته وړاندې کړي. د راډيو موخه دا ده چې د خلکو معلومات لوړ کړي او د ټولنې په پرمختګ کې خپله برخه واخلي.
د مهال راډيو د اورېدونکو خدمت ته ژمن دی او د هغوی اړتیاوې او غوښتنې په پام کې نیسي. دغه رسنۍ په سیمه کې د خبرونو یو باوري او موثق منبع ګڼل کیږي.
د مهال راډيو د اړیکو شمېره ۰۷۸۳۸۴۱۶۰۰ ده چې له لارې یې تاسو کولای شئ د خپلو نظرونو، وړاندیزونو او پوښتنو لپاره اړیکه ونیسئ. همدارنګه، د معلوماتو او تازه خپرونو لپاره تاسو کولی شئ ایمیل ولیږئ په info@mahalradiofm.com او یا یې ویب پاڼه www.mahalradiofm.com وکتئ.
مهال راډيو ستاسو د باور وړ ملګری دی چې په هر وخت کې ستاسو د خبرو اترو او فکرونو انعکاس کوي.