نړۍ

ایران: له اسراییلو دفاع‌کوونکي هېوادونه به په نښه کړو

د ایران او اسراییلو ترمنځ د روانې ترینګلتیا په لړ کې یوه ایراني چارواکي ویلي چې تهران به سیمه کې له اسراییلو دفاع کوونکي هېوادونه په نښه کړي.

دغه ایرانی لوړپوړی چارواکی چې نوم یې، نه‌دی په ډاګه شوی نړیوالو رسنیو ته ویلي، ایران به سیمه کې د هغو هېوادونو اډې په نښه کړي چې په وینا یې، هڅه کوي، له اسراییلو دفاع وکړي.

یاد چارواکي د امریکا سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون ته ویلي: «ایران د نړیوالو قوانینو له مخې، حق لري چې دې رژیم «اسراییل» ته ځواب ورکړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې: «هر هېواد چې د ایران عملیاتو پر وړاندې د یاد رژیم د دفاع کولو هڅه وکړي، په خپل نوبت به یې، سیمه کې اډې او مرکزونه په نویو هدفونو بدلې شي.»

ایران له دې وړاندې هم چې په ښکاره یې، اشاره امریکا ته وه، ویلي و چې پر ایران د برید په صورت کې به یې، سیمه کې پوځي اډې په نښه کړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button