
نړۍ
امارات: د «بېپروا او ناسنجول شوو اقداماتو» له امله د ایران او اسرائیل شخړه نورو هېوادونو ته هم پراخېدای شي
د راپورونو له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید النهیان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د اسرائیل او ایران د شخړې هواري لپاره دې بېړني اقدامات ترسره کړي.
الجزیرې لیکلي چې شیخ عبدالله بن زاید النهیان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره «اړین او بېړني اقدامات» ترسره کړي.
سرچینې لیکلي چې النهیان دغه راز ټینګار کړی چې «د وضعیت خرابېدو او پراخو ناوړه پایلو د مخنیوي» لپاره ډیپلوماسي مهمه ده.
هغه خبرداری ورکړی چې ښايي د «بېپروا او ناسنجول شوو اقداماتو» له امله د ایران او اسرائیل شخړه نورو هېوادونو ته هم خپره شي.
د هغه په خبره، مخکې له دې چې وضعیت له کنټروله ووځي، باید د شخړې پای ته رسولو لپاره بېړني اقدامونه ترسره شي.