
ټرمپ: د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند وشو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او ایران ترمنځ “بشپړ” اوربند شوی دی.
ان بي سي شبکې نن (سهشنبه، سرطان ٣) راپور ورکړی چې ټرمپ د قطر له امیر څخه مننه کړې چې “په سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې کړي دي.”
د راپور پر اساس، ټرمپ تمه ښوولې چې اوربند “د تل لپاره” دوام وکړي.
رویټرز د یوې سرچینې په خبره راپور ورکړی چې قطر کې د امریکا په هوايي اډه د ایران له هوايي بریدونو وروسته، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټیلیفوني خبرو له لارې د امریکا د اوربند وړاندیز ته د تهران هوکړه ترلاسه کړه.
دغې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، دا ټیلیفوني اړیکه وروسته له هغه وشوه چې ډونالډ ټرمپ د قطر امیر ته خبر ورکړ چې اسراییل له اوربند سره هوکړه کړې او له هغه څخه یې د تهران د راضي کولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې.
دا داسې مهال دی چې ایران د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په غبرګون کې، تېره شپه قطر کې د امریکا په العدید هوایي اډې د توغندیو برید وکړ.
ټرمپ د ایران دغه ځوابي برید “ډیر کمزوری” وباله او وې ویل، له ١٤ توغندیو ١٣ یې شنډ کړل.