افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې لسګونه په نشې روږدي کسان نیول شوي

د لوګر د امنیې قومنداني مسوولان وایي چې د امنیتي ځواکونو له لوري د پل‌علم ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۳۱ روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس مهال رادیو ته وویل، دغه کسان د یاد ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو څخه د نشه‌یي توکو پرضد مبارزې مدیریت کارکوونکو له لوري راټول او نن د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته واستول شول.

انس زیاته کړه، دغه کسان چې په نشو روږدي دي په لوګر ولایت کې په جنایي جرمونو او غلاو کې هم لاس لري.

ده وویل، نیول شوي کسان پلازمینې کابل ته د غوره درملنې لپاره استول شوې دي او یاد کسانو اساسي درملنه به کیږي او هغې وروسته به حکومت ضمانت ورکوي چې نور به نشه نه کاروي بیا به خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، له دې وړاندې هم شاوخوا سل تنه په نشې روږدي کسان ورته درملنه شوې او اوس له خپلو کورنیو سره سالیم ژوند لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button