افغانستان خبرونهلوګر

لوګر ټرافیکو مدیریت: غیرې مسلکي او کم عمره کسان دې له موټر چلولو ډډه وکړي

د لوګر امنیه قومنداني ټرافیکو مدیریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې د موټرو د پلټنې چک‌پاینټونه جوړ شوې چې له مخې به یې، هغه موټر او موټرسایکل ونیول شي چې چلوونکي یې نامسلکي او کم عمره وي.

د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت مطبوعاتي مسوول ګل محمدهمتي مهال راډیو ته وویل، د لوګر د ټرافیکو مدیریت د نوې پرېکړې له مخې، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې هغه موټر او موټرسایکل نیول کېږي چې د نامسلکي او کم عمره کسانو له لوري د چلولو مسؤولیت ولري.

ده وویل، دغه پرېکړه یې د ولایت په کچه د ټرافیکي پېښو مخنیوي او خلکو ته د مزاحمتونو ایجاد مخنیوی په پار کړې دی.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د کابل-ګردیز او د لوګر ولایت د ولسوالیو په لویو لارو کې ټرافیکي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button