
د لوګر قومي مشران: اسلامي امارت دې د ولس ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي
د لوګر مرکز پلعلم او یوشمیر لروپرتو ولسوالیو قومي مشرانو د دغه ولایت له والي قاري صلاح الدین ایوبي سره په یوه ناسته کې غوښتنه کړې چې د اسلامي امارت مسوولان دې د لوګر اوسېدونکو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
د لوګر د قومي مشرانو په استازولۍ سرور احمدزي وویل، اسلامي امارت مشرانو او په ځانګړې توګه د لوګر والي ته پکار ده چې د دغه ولایت اوسېدونکو، د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیارغونې برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر ولایت ولسونه د تېرو نظامونو پر مهال سخت ځپل شوې دي او اړتیا ده چې د دغه ولایت اوسېدونکو ته تر بل هره وخته زیاته پاملرنه وشي.
بلخوا د لوګر نوي والي قاري صلاح الدین ایوبي وویل، ولایت مقام دروازه د ولسونو پرمخ پرانېستې دي او هر څوک کولای شي چې خپل نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه ولایت مقام دفتر ته وسپاري.
هغه همدارنګه وویل، زه لوګر ولایت ته د خدمت په موخه راغلی یم نه د یوه حاکم په توګه، د ولس ستونزو ته به رسیده ګي کیږي او له ولس سره به په دوامداره توګه اړیکې پالل کیږي.
ایوبي د لوګر له قومي مشرانو د امنیت ټينګښت، د پراختیايي پروژو عملي کېدو او همدارنګه د ولس د شته ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.