افغانستان خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د برېښنا برخه کې د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ۲۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان له اوزبیکستانه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کړي.

په دغو تړونونو کې د ۲۱۰ کیلومټرو په اوږدوالي د ۵۰۰ کیلوولټ مزي غځولو سربېره د الوان دښتې او ارغندي سبسټېشنونو د ظرفیت لوړول او له ارغندي سبسټېشن څخه ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلوولټ مزی غځول او هلته ورته د شیخ مصري سبسټېشن جوړول شامل دي.

دغه تړونونه د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او نورو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر په ننیو مراسمو کې وویل، د اوزبېکستان له لوري پر دغو څلورو پروژو شاوخوا ۲۴۳ میلیون ډالر پانګونه کېږي

د نوموړي په وینا، د دغو پروژو چارې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button