افغانستان خبرونهلوګر

لوګر شکار کلا پولیسو ځانګړې قطعې روزنیز مرکز څخه ۹۰ تنه پولیس فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت اړوند د شکار کلا د ځانګړې قطعې مسؤولین وایي چې فارغ شویو سرتیرو، د ځمکني تخنیک، او درندو وسلو استعمال په برخو کې دوه میاشتنۍ مسلکي زده‌کړې ترلاسه کړې وي چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.

د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د ځانګړو ځواکونو د یادې دورې فارغانو ته د مبارکي ترڅنګ  وویل؛«ستاسو فراغت د څو میاشتو سختو تمرینونو، نظم، او ایماني تعهد پایله ده، نن ورځ هېواد هغو زامنو ته اړتیا لري، چې نه یوازې یې مسلکي روزنې لري، بلکې ایماني، دیني ژمنتیاو سربېره د اسلامي نظام سره هم اخلاص  ولري.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړ، د ا.ا ځانګړي ځواکونه اوس مهال مسلکی روزل شوې او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو ترسره کولو ظرفیت لري.

د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان مولوي محمد‌امین جان فتح‌الله خپلو خبرو کې فارغو شویو سرتیرو ته وویل، د ځانګړو ځواکونو مسؤولیت یوازې جګړه نه بلکې د خلکو د عزت او اسلامي ارزښتونو ساتل دي.

ده وویل، ځانګړي ځواکونه اوس پياوړې شوې دې او د دښمن پر وړاندې د هر ډول عملیاتو توان لري.

د جوړې شوې غونډې په پای کې فارغ شویو ځانګړو پولیسو یو شمیر نظامي تمرینات هم ترسره کړل.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button