
لوګر پوهنتون کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه رغنیزو پروژو چارې پیل شوې
لوګر ولایت پوهنتون مسؤولین وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوه رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د یادو پروژو چارو پيل مراسمو کې د لوړو زده کړو زوارت وزیر شیخ ندامحمد ندیم په ګډون د لوګر ولایت سیمه ییزو چارواکو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.
جوړې شویو مراسمو ته د لوګر پوهنتون رئيس مولوي ضیاء الاحمد صارم وویل، یادو پروژو کې ۱۲ سوه متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور د داخلي سړکونو په پاخه او اساسي ډول جوړول او همدارنګه د پوهنتون انګړ کې د شېنې ساحي جوړول شامل دي.
ده وویل، دغه پروژې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د لوړو زده کړو وزارت د شاوخوا ۵۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړیږي.
همدارنګه د لوګر ولایت والي قاري صلاح الدین ایوبي، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پیل شویو دوه پروژو هرکلی او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې اړتیا ده لوړو زده کړو وزارت د لوګر پوهنتون رغنیز برخې ته د پام وړ پاملرنه وکړي.
بلخوا د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ ندا محمد ندیم وویل، د لوګر ولایت پوهنتون په دې ورستیو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هڅه کوي چې د دغه پوهنتون د استادانو او محصیلینو له غوښتونو او اړتیا سره سم ورته پروژې عملي کړي.
نوموړي له استادانو او محصیلینو وغوښتل چې خپل تدریس او زده کړو ته تر هر وخته ډير لومړیتوب ورکړي.
هېره دې نه وي چې د لوګر ولایت پوهنتون تېره اونۍ له لوړو زده کړو مؤسسې څخه پوهنتون ته ارتقا وکړه.