افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۱۷زره ماشومانو ته د چټکو زده‌کړو پروګرام پيل شوی

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولان وایي، مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د ۴۷۲ محلي او چټکو زده‌کړو ټولګیو له لارې شاوخوا ۱۷ زره نجونو او هلکانو ته د لیک لوست زمینه برابره شوې.

د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب مهال ته وویل، دا ټولګي د پوهنې وزارت په همغږۍ د د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف له لوري‌ په لرو پرتو سیمو کې جوړ شوي چې د درسي مواد د ورکړې ترڅنګ، ۹۶۳ ځوانان د ښوونکي په توګه په دندو ګمارل شوي.

د هغه په وینا، د دغو محلي ټولګیو په جوړېدو سره شاوخوا ۱۷ زره ماشومانو ته په خپلو سیمو کې له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د لومړنیو زده‌کړو زمینه برابره شوې.

د ده په خبره، دغه جوړ شوي ټولګي د رسمي ښوونځیو په څېر دي، د پوهنې وزارت رسمي نصاب په کې تدریس کیږي.

اخوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د یونیسف له لوري ۱۷ زره نجونو او هلکانو ته د لیک لوست زمینه برابره شوې، خو ټینګار کوي چې شته ټولګي د زده‌کوونکو لپاره بسنه نه‌کوي او باید دغه شمېر دوه برابره لوړ شي.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button