افغانستان خبرونه

په افغانستان کې د انټرنېټي او ټیلیفوني اړیکو خدمتونه بیرته پیل فعال شول

له ۴۸ ساعته بندیز وروسته په افغانستان کې د ټیلیفوني او مخابراتي اړیکو او انټرنېټي خدمتونو لړۍ بېرته فعاله شوه او یوې باوري سرچینې ویلي چې د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې شبکې له سره فعالې شوې دي.

تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفوني شبکو پرې کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړل. افغان مسافرین، چې له بهره هېواد ته روان وو، اړ شول په درېیمو هېوادونو کې د هوټل لګښتونه پر غاړه واخلي او یا بېرته خپلو اصلي ځایونو ته وګرځي. همدارنګه هوايي شرکتونو، بانکونو، ګمرکونو، سوداګرو او انلاین کاروبارونو ته هم د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.

د څار بنسټ NetBlocks د دوشنبې ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د انټرنېټ د «نه لاسرسي» راپور ورکړ او وروسته یې وویل چې په ټول هېواد کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شوی دی. دغه بندیز نږدې ۴۸ ساعته دوام وکړ.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button