افغانستان خبرونه
-
روسیې اسلامي امارت په رسمیت وپېژانده
روسیه لومړنی هیواد شو چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده، په مسکو کې یې د افغان سفیرباورلیک هم منلی او ویلي یې دي چې دغه ګام به یې دوه اړخیزو همکاریو پراختیا ته وده ورکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي په کابل کې د روسيې سفير دیمیتري ژیرنوف، د دغه وزارت له سرپرست وزیرمولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې، د روسیې د حکومت هغه پرېکړه رسماً ابلاغ کړه چې پر بنسټ يې اسلامي امارت په رسمیت پېژني. خبرپاڼه کې راغلي، روسیې سفیر د دې پرېکړې اهمیت په ګوته کړ او دا یې د افغانستان او روسیې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره تاریخي ګام وباله. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روسیې فدراسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغېدونکي تعامل نوې مرحله بللې ده. متقي ویلي، چې د روسیې فدراسیون دغه واقعبينانه پرېکړه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د یوه مهم پرمختگ په توګه ياده وي او د نورو هېوادونو لپاره د ورته اقدام لپاره یوه ښه بېلګه رامنځ ته کوي. د هغه په خبره، له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخيزې همکارۍ لا پراخې شي.
نور ولولئ -
لوګر کې په ۱۱ میلیونه افغانیو ۶۵ شنېخونې جوړېږي
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) له لوري د دغه…
نور ولولئ -
لوګر کې شپږ موټر پلورنځي تړل شوي
د عدليي وزارت مسؤولین وایي چې تازه یې د لوګر ولایت له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دغه ولایت…
نور ولولئ -
اسلامي امارت: محمودشاه حبیبي موږ سره بندي نهدی
اسلامي امارت د محمودشاه حبیبي په نوم د یوه افغان نیولکېدل رد کړي او د امریکا هغه تورونه یې، رد…
نور ولولئ -
د لوګر مرستیال والي: د عاشورا مراسمو لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي
د لوګر چارواکي وایي چې د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین پرور او یوشمېر امنیتي مسوولانو د اهل…
نور ولولئ -
ترابي: لوګر سېلاب ځپلیو کورنیو ستونزو ته به رسیده ګي وشي
د پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي لوګر ولایت ته د یوه سفر په…
نور ولولئ -
شهابالدین دلاور: سېلابځپلو ته بېړنۍ مرستې رسول مو ګډ مسوولیت دی
د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست رییس مولوي شهابالدین دلاور لوګر ته د خپل یوه سفر په ترڅ کې…
نور ولولئ -
د لوګر دوو ولسوالیو ته د انټرنټ ۴جي خدمات وغځول شول
د لوګر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وایي چې په لومړي ځل د محمداغې او ازرې ولسوالیو بېلابېلو سیمو…
نور ولولئ -
د بودیجې کمښت؛ اوچا: افغانستان کې د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (سهشنبه، د جولای لومړۍ) په یوه راپور ویلي چې په…
نور ولولئ -
د لوګر ازرې ولسوالي کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه وړي
د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرې ورځې سخت اورښت وروسته په ازرې ولسوالي کې سېلابونه…
نور ولولئ