افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د غلا په تور یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې

د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، د امنیه قوماندانۍ پولیسو په مرکز پل علم ښار کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده چې د موبایلونو، څارویو او له کورنو څخه به یې وخت ناوخت غلاوې کولې.

هغه وویل، « نیول شوي کسان ټول  د لوګر ولایت اوسیدونکي دې او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی او امنتي ځواکونو له نیول شویو غلو څخه یو شمیر غلا شوي توکي او ۶ شپږ دانې پسونه هم نیولي دي.»

انس زیاته کړه، نیول شوي کسان به تر بشپړې پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

بلخوا، نیول شوو کسانو هم د رسنیو پر وړاندې پر خپل جرم اعتراف وکړ او زیاته یې کړه چې له اوږدې مودې راهیسې یې په دغه ولایت کې وخت ناوخت غلاوې کولې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button