
لوګر ازرې ولسوالۍ عمومي او کليوالي سړکونه بیارغول کیږي
لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرورو په مشرۍ د یو شمیر ادارو مسؤولین د دې په موخه ازرې ولسوالۍ ته سفر کړی چې د یادو اوسیدونکو ستونزې له نږدې واوري او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.
د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، مرستیال والي او ورسره مل پلاوی یې ازرې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه سفر کړی ده.
هغه وویل، د یاد سفر په ترڅ کې د ازرې ولسوالۍ د اوسیدونکو په غوښتنه او د ولایت مقام حکم له مخې د ازرې ولسوالۍ عمومي او کلیوالي سړکونه بیارغول کیږي چې د سروې چارې عملي پیل شوې دي.
صدیقي وویل، ازره د لوګر ولایت لرې پرته ولسوالۍ ده چې اوسیدونکو یې هر اړخیزې ستونزې لري او د ا.ا له راتګ سره سم یادې ولسوالۍ ته د مسؤلو ادارو پاملرنه زیاته شوې ده او هڅه کیږي چې دیادې ولسوالۍ د اوسیدونکو هر اړخیزې ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.
بلخوا د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکي هم خوښ دي چې د حکومت له لوري د عمومي او کلیوالي سړکونو د بیارغاونې سروې پيل شوې ده، خو ټینګار کوي چې حکومت او نړیوال بنسټونه دې د ازرې-پل علم ترمنځ غځېدلی سړک په پاخه او اساسي ډول بیاورغوي.



