
افغانستان خبرونه
په افغانستان کې د انټرنېټي او ټیلیفوني اړیکو خدمتونه بیرته پیل فعال شول
له ۴۸ ساعته بندیز وروسته په افغانستان کې د ټیلیفوني او مخابراتي اړیکو او انټرنېټي خدمتونو لړۍ بېرته فعاله شوه او یوې باوري سرچینې ویلي چې د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې شبکې له سره فعالې شوې دي.
تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفوني شبکو پرې کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړل. افغان مسافرین، چې له بهره هېواد ته روان وو، اړ شول په درېیمو هېوادونو کې د هوټل لګښتونه پر غاړه واخلي او یا بېرته خپلو اصلي ځایونو ته وګرځي. همدارنګه هوايي شرکتونو، بانکونو، ګمرکونو، سوداګرو او انلاین کاروبارونو ته هم د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.
د څار بنسټ NetBlocks د دوشنبې ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د انټرنېټ د «نه لاسرسي» راپور ورکړ او وروسته یې وویل چې په ټول هېواد کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شوی دی. دغه بندیز نږدې ۴۸ ساعته دوام وکړ.



