
لوګر کې لسګونه کم عمره ماشومان د اقتصادي ستونزو له امله په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان کې د بې وزلۍ، وزګارتیا کچې لوړیدو او د اقتصادي ستونزو له امله یو شمیر کورنۍ په خپل کم عمرونه ماشومانو سخت او درنه کارونو کوي.
په درنو او سختو کارونو بوخت یو شمیر ماشومان مهال راډيو سره په خبرو کې وویل،دوی لا هم ماشومان دي او د اقتصادي ستونزو له امله يي زده کړې پريښي او هره ورځ په پل علم ښار کې لاسي ګاډي چلوي او کار کوي.
دوی زیاتوي،که څه هم نه شي کولای درانه او سخت کارونه وکړي خوبیا هم اړه دي چې د خپلې کورنۍ د اقتصاد ستونزو له امله کار وکړي او یوه مړی ډوډی پیدا کړي.
یاد کم عمره ماشومان له مسولو چارواکو څخه غواړي چې د کورنیو اقتصادي ستونزې هوارې کړي لاس نیوی وکړي او په ښوونځيو کې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.
بلخوا د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مني چې په دغه ولایت کې یو شمیر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي خو ژمنه کوي چې د دوی اقتصادي ستونزو ته رسیدنه کوي ترڅو دوی له درنو کارونو خلاص شي او زده کړو ته مخه کړي.
د لوګرولایت اوسیدونکی بختیار چې لس کاله عمر لري وايي، چې په لوګر ولایت کې زرګونه ماشومانو د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي پریښي او په سختو درنو کارونو بوخت دي.
هغه زیاته کړه چې د خپلې کورنۍ د کمزوري اقتصاد له امله مو دوه کاله کیږي ښوونځی پریښی او سختو درنو کارونو ته يي لاس اچولی دی.
نوموړی له دولتي مسولانو څخه غوښتنه کوي چې د دوی لاس نیوی وکړي د کورنۍ سره مرسته او همکاري وکړي تر څو يي اقتصادي ستونزې هوارې شي او خپلې زده کړې وکړي.
( د لوګر اوسیدونکی یم کراچی چلوم له مجبوریت راغلی یم نور د کار څوک نشته دا یو دوه کاله کیږي له سهار راغلیم تر اوسه شپیته اوویا روپۍ کار کومه زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي ترڅو موږ مکتب ووایو )
ورته مهال د لوګر یو بل اوسیدونکی محمد مسلم چې پنځلس کاله عمر وايی چې د کمزوري اقتصادي ستونزو له امله یوولسم ټولګی پريښئ او په دغه ولایت کې هره ورځ شاقه یا درانه کارونه کوي.
نوموړي زیاته کړه له ما څخه پرته په لوګر ولایت کې زرګونه هلکان هم لاسي کراچۍ چلوي، مستریتوب کوي او دیته ورته نور بیلا بیل سخت کارونه کوي.
هغه له دولتي مسولانو څخه غواړي چې د کم عمره ماشومانو سره دوامداره مرستې وکړي اقتصادي ستونزو ته يي لاره هواره کړي ترڅو دوی خپلې زده زده کړې وکړي.
(نوم محمد مسلم ده پنځلس کاله عمر لرم د لوګر ولایت د مرکز اوسیدونکی یم یوولسم صنف کې ووم چې ما ښوونځی مې پریښود د اقتصادي ستونزو له امله انګلیسي ژبه باندې هم پوهیږم اردو ژبه مې هم څه نا څه زده ده اوس په منډوي کې کار کوي کله خښتې وهم کله سنکاري کوم شاقه کارونه مو د اقتصادي ستونزو له امله شروع کړل.)
همداراز د کم عمره ماشومانو د کورنۍ غړي هم وايي،په هیواد کې د وروستیو تحولاتو،له بهرینو هیوادونو څخه د افغان ګډوالو را استدل او د اقتصادي ستونزو له امله په خپلو ماشومانو زده کړې پریښي او سختو کارونو ته اړ کړي دي.
په ورته وخت د لوګر اوسیدونکی او قومي مشر او استاد عبدالحق مهمند وايي ،چې په هیواد کې وروستی بې وزلي او بېکاري د ډيری کورنیو په ژوند او اقتصاد باندې ناوړه اغیزې کړي دي چې له امله سلکونه کم عمره ماشومان په بیلا بیلو درنو او سختو کارونو باندې وخت دي.
هغه وايي، دولت ته پکاره ده چې د نړیوالو موسیسو په ملاتړ له بې وزلو او اړو کورنیو سره دامداره مرستې وکړي، وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه ورته برابره کړي اقتصادي ستونزې د ورته هوارې کړي ترڅو اړې کورنۍ خپل کم عمره ماشومان د درنو کارونو پر ځای د زده کړو په موخه ښوونځي ولیږي.
( دولت ته پکار ده چې د نړیوالو موسیساتو په ملاتړ له بې وزلو او اړلو کورنیو سره مرسته وکړي وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي که چیرې دوی حرفوي مرکزونو ته معرفي شي او دوی زده کړې ورکړل شي یو خو به په ازاد بازار کې دوی ته د کار زمینه برابره شي او بل به دوی خپل تنکي ځوانان زده کړو ته ولیږي)
همدارنګه د لوګر د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریئس مولوی محمد حنیف انس په هیواد کې په درنو او سختو کارونو د کم عمره ماشومانو ستونزه مني خو زیاتوي، چې اسلامي امارت د بې وزلو کورنیو د اقتصادي ستونزو د افغان ګډوالو او د کم عمره ماشومانو د ستونزو د حل لپاره یو ستراتیژي جوړه کړې چې له مخې به يي د ډیری کسانو ستونزې هوارې کړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې په دې وروستیو کې یوشمیر هغو کورنیو چې د ماشومانو عمرونه يي له ۷ تر شپاړلس کلونو ته رسدلي د اقتصادي ستونزو او د مجبوري له امله پرې درانه کارونه کوي.
(او د دوی عمده علت هم داده چې دوی اقتصادي مشکل لري او د اقتصادي مشکاتو او د کور د مشکلاتو د حل لپاره دوی شاقه کارونو ته مخه کړې دوی تقربآ عمرونه اتو کالو اوو کالو شروع کیږي ان تر پنځلس او شپاړلس کلونو پورې په تیرو ۱۴۰۳ کال کې کار آو ټولنیزو چارو ریاست له خوا د لوګر ولایت سروې شوې چې ۶۸۱ کسان په شاقه کارونو بوخت دي او په ۱۴۰۴ کال کې تقریبآ ۲۹۳ تنه نور هم ثبت شوي چې هغه هم په شاقه کارونو بوخت دي)
انس زیاتوي، چې اسلامي امارت د بې وزلو کورنیو او د هغو ماشومانو لپاره چې درانه کارونه کوي یوه نوي ستراتیژي جوړې کړي چې له مخې د ټولو هغو ماشومانو، بې وزله کورنیو سروې پیل کړي چې د اقتصادي ستونزو له امله سخت او درانه کارونه کوي.
( ددې علت همدا دی چې هیواد کې بې وزلي ده د شل کلن اشغال نتیجه ده چې پلارونه يي شیهدان شوي او په کورونو چاپې او بمباري شوي دوی او د بې سرپرست له امله شاقه کارونه کوي)
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له یو شمیرګاونډیو هیوادونو څخه زرګونه افغان کورنۍ په جبر خپل هېواد ته را ستنې شوې او د چارو کارپوهان وايي له دې سره هم په هيواد کې وزګارتیا او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي.



