Uncategorizedلوګر

لوګر کې د څه باندې یو میلیون ډالرو په لګښت د ودونو یو تالار ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسؤولین وایي چې دغه تالار د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند په شش کلا سیمه کې د انجنیر عبدالطیف عباسي په پانګونې جوړ شوی چې تېره شپه د یوې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شو.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو امر نصیر احمد وویل، د کاخ سلطنتي عباسي د ودنو  تالار او هوټل د ۱.۲ میلیونه ډالرو په پانګونې په څلور جریبه ځمکه کې په پآخه او اساسي ډول جوړ شوی چې د ودونو ترسره کولو ټولې اسانتیاوې او په یو وخت کې د دوه زره میلمنو ظرفیت لري.

بلخوا د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئيس مولوي فیض الله جوهري وویل، افغانستان کې اوس د پانګونې لپاره غوره فرصت رامنځته شوی ده او له هیواده بهر په پانګوالو یې غږ وکړ چې په کور دننه پانګونه وکړي.

نوموړي وویل، ا.ا د ټولو پانګوالو ملاتړ کوي او که په هره برخه کې له ستونزو سره مخ وي د ا.ا دولتي ادارو دروازې پرمخ پرانېستي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button