
افغانستان خبرونه
مرګونې زلزله؛ ۲۰ کسان مړه او ۵۰۰ ټپیان شوي
د افغانستان په شمالي ولایتونو، په ځانګړې توګه بلخ او سمنګان کې تېره شپه زورورې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۰ او د ټپیانو بیا ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې تر دې دمه لږترلږه ۲۰ کسان مړه شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپيان دي.
د شرافتزمان په وینا، یاد ټپيان یوازې په دولتي روغتونونو کې تر درملنې لاندې شوي او ځینې نور په شخصي روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.
زلزله د شپې شاوخوا یوه بجه رامنځته شوه او شدت یې د ۶.۳ ریښتر درجې و. د بلخ-سمنګان لاره په تاشقرغان تنګي کې بنده شوې او ګڼ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړي.
د سمنګان د خُلم ولسوالي ځینې اوسېدونکي وايي چې د زلزلې تر ټولو زیات زیان د دوی کورونو، دوکانونو او سیمو ته اړولی دی.



