افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د يوې ښځې او يوې نجلۍ د وژنې په تور دوه کسان نیول شوي

 د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وايي، امنيتي ځواکونو په مرکز پل علم ښار کې هغه دوه کسان نيولي چې د يوې ښځې او يوې نجلۍ په وژنه تورن دي.

 

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وويل، دا پېښه د شنبې په شپه د پل علم ښار اړوند د «عمراباد» په سيمه کې په يوه کور کې رامنځته شوې ده.

 

نوموړي زياته کړه، يادو کسانو لومړی يوه ۶۰ کلنه ښځه او يوه ۱۲ کلنه نجلۍ بې‌هوښه کړې او بيا يې د تبر په وسيله وژلې دي.

هغه زياته کړه، تورنو کسانو له ياد کور څخه دوه سوه زره افغانۍ او څلور زره ډالره هم له ځان سره وړي دي.

انس وايي، د پېښې دواړه قاتلان د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي او په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، ياد کسان به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button