افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت امر، انجنیر مزمل نعیم‌زي، مهال راډیو ته وویل، یادې سیالۍ د ولایت په کچه د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ تنظیم شوې وې چې نږدې دوه اوونۍ یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو سیالیو پایلوبې ته د خراسان FC او د لوګر ځوانانو لوبډلې لار موندلې وه، چې په پای کې خراسان FC وتوانېده خپله سیاله لوبډله ماته کړي او د اتلولۍ جام خپل کړي.

نعیم‌زي همدارنګه وویل، د یادو سیالیو د جوړېدو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د ښو اړیکو رامنځته کول او د هغوی د ظرفیت لوړول وو.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې هم ورته د فوټسال سیالۍ ترسره شوې وې.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button