
لوګر اوسېدونکو له پوهنې ریاست سره لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې
لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤلین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل علم او ولسوالیو یو شمیر عامو اوسیدونکو او سوداګرو له پوهنې بهیر سره شاوخوا لس میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وایي، د دغو نغدي مرستې له لارې یو شمېر دیني مدرسو او ښوونځیو ته اداري او تدریسي خونې جوړې شوي، یو شمېر نورو ته بیا د همدغو خونو د جوړولو چارې پیل شوي، ځینو ته د اوبو او لمریزې برېښنا منظم سیستمونه فعال شوي او هم ځینو نورو ته د اړتیا وړ وسایل پېرل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، شوې مرسته د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د لوګر ولایت د علم دوسته خلکو له لوري د پوهنې پراختیا او زده کوونکو ته د لازم چاپیریال برابرولو لپاره شوې ده.
عرب د لوګر ولایت له سوداګرو او شتمنو خلکو څخه وغوښتل چې له پوهنې ریاست سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکو د پوهنې بهیر د پراختیا په موخه ددغه ولایت له پوهنې ریاست سره شاوخوا دوه نېم میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.



