افغانستان خبرونهلوګر

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ پلاوي لوګر ولایت ته سفر وکړ

د عدلیې وزیر په مشرۍ د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رهبرۍ پلاوي لوګر ولایت سفر وکړ.

په دې سفر کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د کور او ښار جوړولو وزیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین، د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال او د کمېسیون نور غړي هم حضور درلود د لوګر ولایت سیمه‌ییزو چارواکو، مسؤلینو او خلکو سره د امارتي ځمکو د استرداد او د فیصلو د تطبیق په اړه ناسته وشوه.

د کمېسیون رهبرۍ پلاوي مشر او د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په دې اړه جوړې شوې یوې ناستې ته وویل، د قانون له مخې کمېسیون یوازې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د استرداد مسؤولیت لري او د ځمکو د ویش واک یوازې د اسلامي امارت رهبري ته ځانګړی شوی ده.

نوموړي د لوګر ولایت په سیمه ییزو چارواکو غږ وکړ چې د غصب شویو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

بلخوا د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حقاني وویل، د هېواد قضایي سیستم شرعي دی او د محکمو فیصلې، په ځانګړي توګه د امارتي ځمکو په برخه کې، تطبیق کېږي.

له بلې خوا، د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي له کابل څخه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایت مقام او سیمه‌ییزې ادارې به د کمېسیون او ولایتي تخنیکي هیئت سره بشپړه همکاري وکړي.

ایوبي همدارنګه وویل، د لوګر ولایت اوسیدونکي په ځانګړي ډول قومي مشران هم د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون سره بشپړه همکاري لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button