افغانستان خبرونهسپورټلوګر

لوګر کې د بوکسینګ ورزشي سیالي وشوې

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وايي چې د بوکسینګ فدراسیون له لوري، د یاد امریت په همکارۍ، د ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۵۰ غوره جوړو ترمنځ د بوکسینګ سیالۍ ترسره شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیم‌زي، مهال راډیو ته وویل چې د یادو سیالیو موخه د بوکسینګ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ پیاوړتیا، او د غوره لوبغاړو پېژندنه وه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت د مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، چې سلګونو نندارچیانو هم پکې ګډون کړی و.

د هغه په وینا، د سیالیو په پای کې بریالیو ورزشکارانو ته مډالونه او د اتلولۍ سندونه ورکړل شول. همدارنګه، له روزونکو، قاضیانو او د سیالیو له تنظیموونکو څخه هم مننه او ستاینه وشوه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button