
لوګر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له کمپیوټر مرکز څخه ۳۸ زدهکوونکي فارغ شول
د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست اړوند د کمپیوټر روزنیز مرکز څخه ۳۸ تنه زدهکوونکي د ځانګړو پروګرامونو له بشپړېدو وروسته فارغ او د فراغت اسناد یې ترلاسه کړل.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د لوګر ولایت مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي مطیع الله عابد وویل، په دې دوره کې ۲۶ زدهکوونکو د شپږمیاشتنۍ کمپیوټري دورې (ویندوز، ورډ، اېکسل، پاورپواینټ او انټرنېټ) زدهکړې بشپړې کړې. همدارنګه، ۱۲تنه محصلان چې د میدان وردګو د کثیرالرشتهيي انستیتیوت د کمپیوټر ساینس له څانګې سره د مخکېني تفاهم لیک پر بنسټ ۳۰ ورځنۍ عملي زدهکړې ترسره کړې وې، هم فارغ شول.
عابد د ټکنالوجۍ د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او فارغان یې وهڅول چې خپلې زدهکړې لا پیاوړې کړي.
بلخوا د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رئیس مولوی فیضالله جوهری علم اهمیت د ټولو لپاره حیاتي وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان له علم او مهارتونو سره تر بل هر وخت زیاتې اړتیا لري.
نوموړي د وخت د ارزښت، زدهکړو او مسلکي پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د دې ډول پروګرامونو دوام یې اړین وباله.



