افغانستان خبرونهلوګر

لوګر ولایت د آب‌پران ذخیروي بند په اساسي ډول جوړیږي

د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تخنیکي ټیم د محمدآغې ولسوالۍ په آب‌پران سیمه کې د آب‌پران ذخیروي بند لومړنۍ اقتصادي، ټولنیزه، چاپېریالي او کرنیزه سروې ترسره کړه.

د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست رئیس ملا محمد اسماعیل «آخندزاده»، د سیمې له قومي مشرانو سره د یاد بند په اهمیت خبرې کړي دي.

نوموړي همدرانګه وایي چې د آب‌پران بند په جوړېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او د سیمې ګڼو اوسېدونکو ته به د برېښنا د رسولو اسانتیا رامنځته شي.

سیمې قومي مشرانو او مخورو د اوبو او انرژۍ وزارت، په ځانګړي ډول د لوګر د اوبو او انرژۍ ریاست هڅې وستایلې او د دې مهمې پروژې د پلي کولو په برخه کې یې د بشپړ ملاتړ ژمنه وکړه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button