افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له ښوونیز مرکز څخه سل تنه زده کوونکي فارغ شول

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وايي، د دې ریاست له ښوونیز مرکز څخه سل تنه زده کوونکي د کمپیوټر او انګلیسي ژبې له شپږ میاشتنیو زده کړو فارغ شول.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس، مولوي فیض‌الله جوهري، د فراغت په مراسمو کې د حاجي منګل احمدزي د ښوونیز مرکز له مسؤلینو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه ځوانان د هېواد راتلونکي رهبران دي. نوموړي زیاته کړه: «هغه څوک چې د ځوان نسل د ښوونې او روزنې مسوولیت پر غاړه اخلي، هم ثواب ترلاسه کوي او هم خپل ملي مسؤولیت ادا کوي.»

همدارنګه، د حاجي منګل احمدزي د ښوونیز مرکز استازي وسیم وصال، وویل چې د استادانو او زده کوونکو د هڅونې په موخه د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښوونیز مرکز ټول مالي لګښت حاجي محمد اکبر اتل په غاړه اخیستی او دا ملاتړ به په دوامداره توګه روان وي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د روان ۱۴۰۴ کال د پسرلني پروګرام په ترڅ کې په څو پړاوونو کې سلګونه زده کوونکي د انګلیسي ژبې، کمپیوټر، خطاطۍ او ویناوالۍ له کورسونو څخه فارغ کړي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button