
لوګر کې د فوټسال غوره لیګ رسمي سیالۍ پیل شوې
د لوګر ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۴۰۵ کال د فوټسال غوره لیګ رسمي سیالۍ د کاروان ورزشي کمپلکس کې د پرانیستغونډې په ترڅ کې پیل شوې.
د پرانیستې په مراسمو کې د لوګر د فوټبال فدراسیون رئیس جاوید صدیقي، د ولایت د ورزشي ادارو یو شمېر مسؤولینو، د سیالیو تنظیموونکو، د ګډون کوونکو لوبډلو استازو او ګڼو ورزشکارانو ګډون کړی و.
د لوګر د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټسال غوره لیګ به د نهو اوونیو لپاره دوام وکړي او سیالۍ به هره پنجشنبه ترسره کېږي. ټاکل شوې ده چې د لیګ په ترڅ کې ټولټال ۴۵ لوبې ترسره شي او ګډونوالې لوبډلې به د ۱۴۰۵ کال د اتلولۍ جام د خپلولو لپاره سیالي وکړي.
د فدراسیون مسؤولین وایي، د دغه لیګ موخه په لوګر ولایت کې د فوټسال ودې ته زمینه برابرول، د ځوانو لوبغاړو وړتیاوې لوړول او د سالمو ورزشي سیالیو دود پیاوړی کول دي.
د لوګر د فوټبال فدراسیون د سیالیو له بریالي پیل څخه د ورزشپالو، لوبډلو، قاضیانو او د سیالیو د تنظیموونکو د همکارۍ او ملاتړ قدرداني کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه لیګ به د ولایت د فوټسال د لا پرمختګ لپاره اغېزناک تمام شي.



