
لوګر کې د دوه کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني هواره شوه
د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، چې د مرکز پل علم ښار اړوند د «بابوس» کلي د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کلنه دښمني د سیمې د علماو او قومي مشرانو په هڅو هواره او دواړو لورو یو بل ته بښنه کړې ده.
د لوګر والي ویاند، صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، چې دغه اوږده شخړه د کورنیو ستونزو له امله شل کاله وړاندې رامنځته شوې وه، چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی و.
د صدیقي په وینا، د سیمې د دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو په منځګړیتوب دغه اوږدمهاله دښمني په دوستۍ بدله شوه، او د سولې په تړاو جوړې شوې جرګې کې جهادي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو پراخ ګډون درلود.
په غونډه کې د لوګر قومي مشرانو، علماوو او جهادي څېرو د اسلامي اصولو له نظره د عفوې ارزښت بیان کړ او دواړو کورنیو ته یې د سولهییز ژوند سپارښتنه وکړه.
یادو کورنیو هم په عامه غونډه کې یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په سولهییز فضا کې ګډ ژوند ته دوام ورکوي او دښمني به په بشپړ ډول پای ته رسوي.



