
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
د لوګر امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر د مرکز پلعلم په خضر سیمه کې د یوه اکوا موټر چپه کېدو له امله شوې ده.
هغه وویل چې په پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.
انس وایي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي او لامل یې هم د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطۍ په ګوته کوي.



