افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

د لوګر امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز پل‌علم کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر د مرکز پل‌علم په خضر سیمه کې د یوه اکوا موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه وویل چې په پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

انس وایي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې دي او لامل یې هم د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطۍ په ګوته کوي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button