افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې یو کس د خپلې مېرمنې د قتل په تور نیول شوی

د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بره‌کي‌برک ولسوالۍ کې یو کس د خپلې مېرمنې د قتل په تور نیول شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس مهال راډیو ته وویل چې پېښه تازه رامنځته شوې او امنیتي ځواکونو د وژل شوې مېرمنې د قتل په تور د هغې خاوند نیولی دی.

د انس په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه نیول شوي کس خپله مېرمن د چاقو په وسیله وژلې ده.

هغه زیاتوي چې نیول شوی کس د امنیتي ارګانونو تر پلټنو لاندې دی او د پېښې په تړاو پوښتنې ګروږنې ترې روانې دي.

امنیتي سرچینې وایي چې د دې قضیې نور جزئیات به د څېړنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button