افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ۶۵ ځوانانو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

په لوګر ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «سېلاب» خیریه بنسټ له لوري د هغو ۶۵ ځوانانو لپاره د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول، چې د غربت او اقتصادي ستونزو له امله یې د واده د مراسمو د لګښت توان نه درلود.

په دغو مراسمو کې د لوګر ولایت سیمه‌ییزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د نوو ود شویو کسانو خپلوانو ګډون کړی وو.

د سېلاب خیریه بنسټ مشر سید احمد سېلاب په دې مراسمو کې وویل، چې د لومړي ځل لپاره په لوګر ولایت کې د ۶۵ ځوانانو ډله‌ییز واده د ورزشي سټېډیوم په انګړ کې ترسره شول.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په هېواد کې یو شمېر ناوړه دودونه، په ځانګړې توګه لوړ ولور، د دې سبب ګرځېدلي چې ډېر ځوانان د قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او یا هم په دغو سفرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

سېلاب همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه مننه وکړه او ویې ویل، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په پار صادر شوی ۱۷ ګڼه فرمان د اساسي بدلون لپاره مهم ګام دی.

 نوموړي له قومي مشرانو وغوښتل چې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي.

بلخوا، د پکتیا ولایت مرستیال والي مولوي انعام الله صلاالدین وویل، د خوښۍ ځای دی چې په لوګر ولایت کې د ځوانانو د ډله‌ییز واده لومړنۍ ستر مراسم جوړ شول.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره ژمن دی او له علماوو او قومي مشرانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

دغه راز، د پوهنتون استاد جاوید مومند وویل، چې په افغانستان کې لوړ ولور د ځوانانو په ژوند منفي اغېز کوي؛ ځکه له یوې خوا ځوانان کلونه بې واده پاتې کېږي او له بلې خوا د ولور د برابرولو لپاره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.

د لوګر د ډله‌ییز واده ګډونوال وایي، د غربت، ناوړه دودونو، بې‌روزګارۍ او بې‌وزلۍ له امله یې نه شوای کولای واده وکړي.

امین خان وویل: « په ټولنه کې لوړ ولور او نور ناوړه رواجونه باید له منځه ولاړ شي، څو ځوانان کلونه د واده لپاره انتظار و نه کړي.»

هېره دې نه وي چې د سېلاب خیریه بنسټ د لوګر ترڅنګ د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د بې‌وزله ځوانانو لپاره د ډله‌ییزو ودونو ورته مراسم ترسره کړي دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button